د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت بهر ته د زړو اوسپنو یا کباړو د لېږد او قاچاق د مخینوي امر کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د مرکز او ولایتونو امنیه قوماندانو ته امر کړي، چې له هېواده بهر ته د زړو وسپنو د لېږد او قاچاق په مخنیوي کې کوټلي ګامونه واخلي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د مرکز او ولایتونو امنیه قوماندانۍ اړ دي څو هغه نامسووله کسان چې بهر ته د دولتي وسایطو او وسایلو د د وسپنو د لېږد او قاچاق په تړاو نیول شوي، په رسمي ډول د هېواد عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپاري.
د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې که څوک له دې امر څخه سرغړونه وکړي، نو له قانوني جدي چلند سره به مخ شي.
د یادونې ده، چې تر دې مخکې په ځانګړي ډول پاکستان ته له افغانستان څخه د اوسپنې د انتقال په اړه راپورونه ورکړل شوي و.
جمهورخبري آژانس:کابل