راپورونه وايي، د هغه افغانانو له ډلې چې د افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم جرمني ته لېږدول شوي دوه نیم زره یې امریکا ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دوه نیم زره افغانان د جرمني له مشتین پوځي اډې څخه په ۹ الوتکو کې امریکا ته لېږدول شوي دي.
د یادې پوځي اډې یوه ویاند ویلي، لا هم په دغه اډه کې شپږ زره نور افغانان مېشت دي، چې تمه ده امریکا ته انتقال کړل شي.
د یادونې ده، چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سم لسګونه زره افغانان هم بهرنیو ځواکونو ورسره بوتلل چې ګڼ شمېر یې په یو شمېر هېوادونو کې مېشت شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل