۰

د لغمان د پاسپورټ ریاست مخې ته په ډزو کې دوه تنه ټپیان شوي

یکشنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۵
راپورونه وايي، د لغمان ولایت د پاسپورټ ریاست مخې ته یوه طالب وسله وال ډزې کړې، چې له امله یې یوه نجلۍ او یوه مېرمن ټپیانې شوې دي.
راپورونه وايي، د لغمان ولایت د پاسپورټ ریاست مخې ته یوه طالب وسله وال ډزې کړې، چې له امله یې یوه نجلۍ او یوه مېرمن ټپیانې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن یکشنبې د زمري ۲۶ مه په مرکز مهترلام کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې لسګونه کسان د پاسپورټ ریاست مخې ته ولاړ وو.

په خواله رسنیو کې ادعا شوې، چې د خلکو د ګڼې ګوڼې له زیاتېدو سره یوه وسله وال طالب ډزې وکړې، چې یوه مېرمن او یوه نجلۍ په کې ټپيانې شوې.

د لغمان ولایت امنیه قومندانۍ په یوې اعلامیې کې ویلي د پاسپورت ریاست په دروازه کې د یوه ساتونکي لخوا په غیر قصدي ډول ډزې شوې چې له امله یې د بي بي زکیې په نامه یوه میرمن او یوه بله ماشومه نجلۍ ټپیان شوي دي.

د لغمان د امنیه قومندانۍ ویلي چې ډاکټرانو د دغو ټپیانو روغتیايي حالت ښه بللی دی.

اعلامیه زیاتوي کې د پاسپورت ریاست ساتونکي د څېړنو لپاره نیول شوی او خلکو ته ډاډ ورکړل شوی چې داسې عمل به بیا نه تکرارېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي