د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکې ادارې یا اوچا تازه راپور وايي، سږ کال افغانستان کې ۷ سوره زره افغانان بې ځایه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې ویل شوي، دا شمېر کسان د جنورۍ او سپټمبر د میاشتو تر منځ بې ځایه شوي دي.
د اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکې ادارې په راپور کې راغلي، چې ډېری کسان د سختې بې وزلۍ له کبله نه دي توانېدلي، چې خپلو اصلي مېنو ته بېرته وکوچېږي.
دا راپور په داسې ورځ خپور شو چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې ادارې په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې په را روان ژمي کې به نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو د کموالي له جدي خطر سره مخامخ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل