د افغانستان د پخوانۍ ملي امنیت شورا مرستیال سرور احمدزي تایید کړې، چې په پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني په اماراتو کې د سیاسي فعالیت بندیز شته دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې احمدزي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د ښاغلي غني او د مخکني حکومت پر ټولو چارواکو چې اماراتو کې اوسي د سیاسي فعالیت د نه کولو محدویت وضع شوی دی.
نوموړي ټینګار کړي، چې متحده عربي امارت په خپل هېواد کې هېچا ته د سیاسي فعالیت اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمد الله وثیق پر خپله ټوېټر پاڼه خبر ورکړ، چې اماراتو پر غني، حمدالله محب، او عطا محمد نور له سیاسي فعالیت نه منع کړي دي.
خو وروسته د عطا محمد نور زوی خالد نور دغه خبره رد کړه او ویې ویل، چې ښاغلی نور اوس هم خپل سیاسي فعالیتونه کوي.
تر دې وړاندې د غني د مطبوعاتو د دفتر ریسس محبوب الله محبوب هم ویلي، چې پر ښاغلي غني هېڅ ډول بندیز نشته او ټول سیاسي فعالیتونه یې د کوربه هېواد له خوا تنظیمېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل