د افغانستان د اسلامي امارت د المپیک کمېټې مشر نظر محمد مطمین وایي، د افغانستان د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مطمین ویلي، چې ښاغلي سکندري د اسلامي امارت د استخباراتو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له انسان تښتوونکو راخوشی شوی دی.
ښاغلي مطمین په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی.
په ورته وخت د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیحالله شهزاد هم په فېسبوک کې لیکلي چې نجیبالله سکندر خوشې شو او اختطاف کوونکي نیول شوي دي.
د یادونې ده، چې ښاغلي سکندر د سې شنبې په شپه د شپې د لس نیمو بجو خوا ته خپل کور ته روان و چې د ښار د څلورمې او پنځمې امنیتي حوزې ترمنځ تری تم شو.
جمهورخبري آژانس:کابل