۰

فاریاب: ترافیکي پېښه کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۲
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
فاریاب: ترافیکي پېښه کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، فاریاب ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د سلواغې ۲ مه د فاریاب ولایت دولت آباد ولسوالۍ په جنګل سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې په دغه پېښه کې پنځه تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د فاریاب د احصايې رییس هم شامل دی.

د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي