۰

کابلوف: د مقاومت جبهې فعالیتونه مجازي دي

پنجشنبه ۹ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۹
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې فعالیت مجازي بللی دی.
کابلوف: د مقاومت جبهې فعالیتونه مجازي دي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې فعالیت مجازي بللی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف په یوه تازه مرکه کې ټینګار کړی، چې تر اوسه پورې د دغه جبهې فعالیتونه مجازي دي او حقیقي بڼه نه لري.

نوموړي ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي او په وینا یې که د مقاومت جبهه رښتینې فعالیتونه پیلوي، نو په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب ګرځي، چې ګټه یې هېچا ته نه رسېږي.

هغه ویلي، په افغانستان کې ستونزې له دې وروسته باید د خبرو له لارې حل شي او د یوه مرکزي او پیاوړي حکومت لپاره دې کار وشي.

په ورته وخت کابلوف په افغانستان کې د نوي حکومت ځینې اقدامات هم د اندېښنې وړ بللي او په خبره یې چارواکو ته په کار ده چې د خلکو حریم ته درناوی وکړي، پر سترو مسایلو تمرکز وکړي ځکه د ښځینه او خصوصي حریم په اړه یې تازه اقدامات یوازې دوی ته زیان رسولی شي.

کابلوف د رسمیت په اړه ویلي، چې همدا اوس د رسمیت پېژندلو لپاره فعالیتونه روان دي او د نوي حکومت استازي په ټولو غونډو کې ګډون کوي چې دا یې پيل دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي