د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په نږدې ورځو کې به زرګونه روږدي د کابل ښار له بېلو برخو د درملنې په موخه راټول کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی د روږدو کسانو د راټولو په لړ کې پلان لري چې په نږدې ورځو کې شاوخوا شل زره روږدي کسان د کابل له بېلابېلو برخو راټول کړي او د درملنې په موخه یې روغتونونو ته ولېږدوي.
سرچینې زیاته کړې، هڅه کوي د روږدو کسانو شمېر راکم کړل شي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم په تېر ژمي کې امنیتي ادارو زرګونه روږدي کسان له لارو سړکونو راټول کړي وو او د درملنې ځانګړو کمپونو ته یېې لېږدولي وو، چې د معلوماتو له مخې له دې ډلې ځینې یې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل