سیمه ییز چارواکي وايي، په هلمند کې د کجکي برېښنا بند یو مهم توربین تر اتلس میاشتې وروسته بیا فعال شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارواکو په وینا دغه توربین د برېښنا شرکت او ترکي انجینرانو په هڅو بیا فعال شوی دی.
د یاد برېښنا بند مسوولین وايي، د دې توربین په فعالېدو سره د لښکرګاه ښار برېښا ۲۴ ساعته شوې ده.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې هېواد ته را وارېدېدونکې بریښنا هم په سالنګونو کې پرې شوې ده چې له تېر کوچني اختر را وروسته د پلازمینې کابل په ګډون د لسو ولایتونو برېښنا پرې شوې ده او خلک یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل