د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ټینګار کړی دی چې ښځينه نطاقانې باید د خپرونو د وړاندې کولو پر مهال خپل مخونه پټ کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي، ښځینه تلویزیوني ویندویانې مکلفې دي چې د خپرونو او خبرونو د وړاندې کولو پر مهال له ماسک څخه ګټه واخلي.
مهاجر زیاته کړې، دا پرېکړه پرېکنده ده، بحث او مخالفت پکې ځای نه لري.
اطلاعات او کلتور وزارت هم د دغه وزارت پرېکړه تایید کړی وايي، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له دې پرېکړې هرکلی کوي.
د یادونې ده چې یو ځل وړاندې هم په دې اړه رسنیو ته ځینې سپارښتنې رسېدلې وې خو وزارت په رسمي ډول څه نه و ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل