د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د امارت ځانګړو ځواکونو کابل کې د خوارجو (داعش) په یوه مرکز چاپه وهلې او له منځه یې وړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې ځانګړو ځواکونو پرون یکشنبې د غبرګولي ۲۲ مه ناوخته د کابل بګرامیو ولسوالۍ کې د خوارجو په یوه پټنځای عملیات وکړل.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه عملیاتو کې د یوسف په نوم د فتنه ګرو یو مهم قوماندان وژل شوی او د محمد آغا په نامه یو بل مهم کس یې ژوندی نیول شوی دی.
ښاغلي مجاهد ویلي، دا د خوارجو د هغه ګروپ مهم کسان وو چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې یې په مساجدو، خانقاو او د برق په پايو بريدونه وکړل.
دی وايي، له ژمنې سره سم د دوی په ضد پراخ عمليات وشول، چې ډير مهم او کليدي کسان یې وژل شوي او نیول شوي دي.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند زیاته کړې، چې د دغه عملیاتو بشپړ او مستند راپور به په نږدې راتلونکي کې نشر شي.
د یادونې ده، چې وړمه ورځ هم د اسلامي امارت ځواکونو د تخار ولایت مرکز تلقانو ښار کې د داعش په یوه مهم مرکز عملیات وکړل، چې په ترڅ کې یې د یونس ازبکستاني په ګډون ۸ داعشیان وژل شوي وو.
جمهورخبري آژانس:کابل