افغان حکومت وایي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله اغېزمنو شویو ته د قطر، ایران او پاکستان مرستې هېواد ته را رسېدلې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې په افغانستان کې د زلزله ځپلو سیمو لپاره د بشري مرستو دوه الوتکې له ایران او یوه الوتکه له قطر څخه هېواد ته را رسېدلې دي.
د مجاهد په خبره، دغه راز په هېواد کې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو په لړ کې د پاکستان اته لارۍ بشري مرستې د ځمکې له لارې په پکتیکا کې د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
د دې تر څنګ، ملګرو ملتونو، اروپايي تولنې، امریکا، هند، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستو ژمنه او اعلان کړی دی.
د یادونې ده، چې پکتیکا او خوست کې د وړمې شپې زلزلې ۱۰۰۰ کسان شهیدان کړي او تر ۱۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
افغان حکومت د هر شهید له کورنۍ سره د یو لک افغانیو او ټپي له کورنۍ سره د ۵۰ زره افغانیو مرستې اعلان کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل