د افغانستان بانک چارواکي وايي، د مرسته کوونکو هېوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو بله نغده کڅوړه کابل ته را ورسېده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان بانک د اعلامیی له مخې دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته راځي او یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
د سرچینې په وینا دغه مرسته نن سه شنبې د زمري ۱۱ مه کابل ته رسېدلې او چارواکو ته سپارل شوې ده.
د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د ۴۰ میلیون ډالرو مرستې یوه کڅوړه کابل ته را رسېدلې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل