۰

د قطر امیر امریکا او طالبانو ته! د دوحې تړون عملي کړۍ

پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۱۳
د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له نړیوالو غوښتي، چې پرېنږدي څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي.
د قطر امیر امریکا او طالبانو ته! د دوحې تړون عملي کړۍ
د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له نړیوالو غوښتي، چې پرېنږدي څو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځای بدل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي آل ثاني د ملګرو ملتونو ۷۷ مې عمومي غونډې ته ویلي، امریکا او طالبان دې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

نوموړي زیاته کړې، موږ تل په افغانستان کې بشرحقونو په ځانګړې توګه د ښځوحقونو ته په درناوي، مذاکرې او ښځو ته د زده کړو او کار پر اجازې ورکولو ټنګار کړی دی.

دغه راز موږ د نړۍ لخوا د افغانستان د منزوي کېدو پر خطرونو او پایلو اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

بلخوا د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا د قطر د امیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې اوس په افغانستان کې امن راغلی او د دغه هېواد خاوره به د نړۍ د بل هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

ښاغلي کریمي ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې هېڅ داسې بله ډله نشته چې بل کوم هېواد ته دې ګواښ پېښ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي