۰

اردوغان: د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې همکاري کوو

پنجشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۱۷
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۷ مه عمومي غونډه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان د وضعیت ښه کېدو په برخه کې همکاري کوي.
اردوغان: د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې همکاري کوو
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په ۷۷ مه عمومي غونډه کې ویلي، هېواد یې د افغانستان د وضعیت ښه کېدو په برخه کې همکاري کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اردوغان دا هم ویلي، چې دوی له افغانستان سره په بشري برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې به دې سختو شرایزو کې له افغانانو خپلې مرستې ونه سپموي.

په ورته وخت کې اردوغان په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی، چې هلته باید بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته درناوی وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي