د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون افغانستان کې پر لوږې او قحطۍ اندېښنه څرګنده کړې او د دغه ستونزې د حل لپاره یې د نړیوالې ټولنې د اقداماتو غوښتنه کړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مکرون د ملګرو ملتونو ۷۷ مې عمومي غونده کې ویلي، چې افغانستان له جدي لوږې او قحطۍ سره مخ دی.
نوموړي د نړۍ له مشرانو وغوښتل، چې افغانستان کې قحطي په خپله ګډه اجنډا کې په جدي توګه ونیسي او د مخنیوي او له منځه وړولو لپاره یې جدي اقدامات وکړي.
دغه راز مکرون ترهګرۍ په نړۍ کې یو جدي ګواښ وباله او ویې ویل، چې نړۍ تر اوسه د دغه پدیدې په لمنځه وړلو کې نه ده بریالۍ شوې.
د فرانسې ولسمشر ټینګار کړی، چې ترهګري په افریقا او منځنۍ آسیا کې د جدي اندېښنې وړ ده او باید دغه مساله په بېړنۍ توګه وڅېړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل