د عامې روغتیا وزارت پرېکړه کړې له دې وروسته هېڅ ډاکتر له درملتونونو سره د اړیکو پر بنسټ، د شفري نسخو د لیکلو اجازه نه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ډاکترانو له خوا درملتونونو ته د شفری نخسو لیکل غیرقانوني عمل دی.
وزارت ویلي، چې ډېر ژر به اړونده ادارو ته په رسمي او مکتوبي شکل دا خبر ورکړل شي.
د روغتیا وزارت دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې افغانان شکایت کوي، ډاکتران له درملتونو سره د خپلو اړیکو له مخې، شفري نسخې لیکي چې دا درمل بیا په نورو درملتونونو کې نه پیدا کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل