۰

کابل ته د ۴ سوه زره ډبرو سکرو د لېږد لړۍ پیل شوه

سی شنبه ۱ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۲۵
د افغانستان د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د پرېکړې سره سم کابل ښار ته د 400زره ټنو ډبرو سکرو د لېږد لړۍ پیل شوې ده.
کابل ته د ۴ سوه زره ډبرو سکرو د لېږد لړۍ پیل شوه
د افغانستان د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د پرېکړې سره سم کابل ښار ته د 400زره ټنو ډبرو سکرو د لېږد لړۍ پیل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد معینیت وايي، دا لړۍ روانه او په ټاکل شویو 32 ساحو کې یې د ځای پر ځای کېدو چارې په عملي ډول پیل شوې.

د سرچینې په وینا دا پروسه چې د ژمي په رارسېدو سره د کابل ښار کې د سون‌توکو بیو د کنټرول په موخه د ټاکل شوې کمېټې له پرېکړې سره سم یې د لېږد چارې اتو شرکتونو ته سپارل شوې وې، اوسمهال کابل ته رارسېدلي او د کابل 32 ټاکلو ساحو کې یې د ځای پر ځای کېدو چارې عملآ پیل شوې.

د یادونې وړ ده چې د مایع ګازو د بیو کنټرول او احتیاطي زېرمو درلودلو په موخه د خصوصي سکتور او د ګازو او نفتو دولتي شرکت سره په همغږۍ د ټاکل شوې کمېټې له لوري ځانګړي احتیاطي تدابیر هم په پام کې نیول شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي