۰

د کورنیو چارو وزارت: د هر ډول نشه توکو کارول ممنوع دي

سی شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۳
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له هر ډول نشه یي توکو کار اخیستل او کاروبار د اسلام له نظره حرام دي.
د کورنیو چارو وزارت: د هر ډول نشه توکو کارول ممنوع دي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، له هر ډول نشه یي توکو کار اخیستل او کاروبار د اسلام له نظره حرام دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه بیان کې چې پرون د دې وزارت پر ټویټر خپور شوی، ویلي، له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې معین عبدالحق همکار زیاته کړې، چې په تېر یوه کال کې تر ۴۵ ټنه پورې د نشه یي توکو بېلابېل ډولونه کشف او ضبط شوي دي.

نوموړي ویلي چې هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتی د هېواد په یوه لوېشت خاوره کې هم کوکنار یا چرس وکري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي