۰

جرمني ۱.۲ میلیون کډوالو ته پناه ورکړې ده

دوشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۲:۳۲
جرمني رسنۍ وايي، دغه هېواد په روان زېږديز کال کې ۱.۲ ميليونو کډوالو ته پناه ورکړې ده.
جرمني ۱.۲ میلیون کډوالو ته پناه ورکړې ده
جرمني رسنۍ وايي، دغه هېواد په روان زېږديز کال کې ۱.۲ ميليونو کډوالو ته پناه ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچینې په وینا له دې ډلې څه باندې يو ميليون يوازې له اوکراينه ور کډوال شوي دي.

سرچینو زیاته کړې، په جرمني کې د افغانستان، سوريې، عراق او ترکيې د ۱۸۱ زرو او ۶۱۲ تنو نورو کډوالو دوسيې هم تر څېړني لاندې دي چې ښايي د کال تر پايه پناه ورکړل شي.

جرمني تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې تر ټولو لوی شمېر کډوالو ته پناه ورکړې وه چې شمېر یې ۸۹۰ زرو تنو ته رسېده.

تازه شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې دغه هېواد ته د ورغلو کډوالو شمېر يو نيم برابر شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي