د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پر سرپرست وزیر د سفر بندیز د ۱۰ ورځو لپاره لغوه کړې دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سفر د ممنوعیت دغه لس ورځنی لغوه شوی بندیز د لیندۍ میاشت له ۱۵ مې تر ۱۹ پورې دی.
دا بندیز د دې لپاره لرې شوی تر څو ښاغلی خیرخوا وکولی شي، د روسیې فدراتیف د تاتارستان په مرکز قازان کې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلی خیرخوا به هم په دغه کنفرانس کې ګډون ولري.
جمهورخبري آژانس:کابل