ځايي سرچینې وايي، طالبانو د غزني ولایت د ښاروالۍ ټولو مدیران په یوه وار له دندو لرې کړې دي.
د سرچینې په وینا طالبانو ۸ تنه مدیران له دندو لرې کړي او دغه کار یې د طالبانو د څار په نوم د یوه کمېسیون پر مټ کړی دي.
لري شوي کسان څلور تنه د څلورګونو ناحیو مدیران، د عوایدو او قراردادونو مدیران دي.
دا هغه مدیران دي، چې له کلونو راهیسې شاروالۍ کې خدمت کولو او د طالبانو په راتګ سره هم خپلو دندو ته تلل، خو اوس طابانو لرې کړي دي.
د سرچینې په وینا طالبان د څارنې په پلمه هڅه کوي، چې کرار کرا د تېر حکومت مامورین لرې او پر ځای یې خپل کسان وګماري.
جمهورخبري آژانس