۰

یونیسف: د افغان ماشومانو ملاتړ ته دوام ورکوو

شنبی ۱۵ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۳
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف نوی استازی فران ایکویزا وایي، د افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو او مېرمنو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق یا یونېسف نوی استازی فران ایکویزا وایي، د افغانانو په ځانګړي ډول د ماشومانو او مېرمنو ملاتړ ته به دوام ورکړي.

ایکویزا پرون په افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړ او ویلي یې دي، افغانستان د نړۍ په کچه له یو سخت ناورین سره مخامخ دی نو د یونېسف ماموریت ډېر مهم دی.

ایکویزا زیاته کړه چې د یونېسف نه ستړې کېدونکې ډله به خپل کار ته ادامه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې له اټکل سره سم په دوه زره درویشتم کال کې به تر اته ویشت میلیونه ډېر افغانان نورو بشري مرستو ته اړ شي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي