په پاکستان کې د هغو دریو افغان کډوالو د کورنۍ غړي او خپلوان وايي چې په اسلام اباد کې ورک شوي دي.
د دوی په وینا په نیول شویو کسانو کې یو هم په بلخ ولایت کې د کابل بانک پخوانی مدیر عبدالواحد رسولي دی.
د دغو کسانو خپلوانو ویلي، چې ښاغلی رسولي او د هغه دوه ملګري د پنجشنبې په ورځ د وري ۳۰ مه د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد ښار له (I-10) سیمې څخه لادرکه شوي دي.
دوی وايي، په دې اړه یې د اسلام اباد له پولیسو سره خبرې کړې دي. خو تر اوسه د لادرکه شوو کسانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.
دا هم ویل کیږي چې دغو کسانو په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد درلودل او دا لا څرګنده نه ده چې ایا د پولیسو له خوا نیول شوي او که د کومې بلې ډلې له خوا.
په عین حال کې په پاکستان کې میشت افغان کډوال د دغه هیواد د پولیسو او جنایتکارو ډلو له خوا تر سختو فشارونو لاندې دي.
جمهورخبري آژانس