له خوست ولايت څخه باخبره سرچينې تاييدوي چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې درې سيمه ييز خبريالان نيولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه درې خبريالان د دوشنبې په ورځ د ثور په درېيمه، وروسته له هغه ونيول شول، چې د خوست ولايت د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست ته ورغلي وو.
سرچينې دغه کسان د ناز راډيو خبريال اسماعيل سعادت، د اقرا راډيو خبريال وحيدالله معصوم او د خلکو غږ راډيو خبريال احسان الله تسل ياد کړي دي.
ویل شوي، چې طالبانو دغه خبریالان د موسیقۍ د خپرولو او د ښځو د ټیلیفونونو د غږونو د خپرولو په تور نیولي او بندیان کړي دي.
سرچينې زياته کړې، چې تر اوسه د دغو خبريالانو د برخليک په اړه معلومات نشته.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې د خبریالانو او رسنیو پر کار پراخ محدودیتونه لګولي دي.
جمهور خبري آژانس