۰
درانی:

پاکستان له هند سره د جګړې په پرتله له افغانستان څخه ډېر زیانمن شوی دی

پنجشنبه ۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۴
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، هېواد یې له هند سره د جګړې په پرتله له افغانستان څخه ډېر زیانمن شوی دی.
پاکستان له هند سره د جګړې په پرتله له افغانستان څخه ډېر زیانمن شوی دی
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وايي، هېواد یې له هند سره د جګړې په پرتله له افغانستان څخه ډېر زیانمن شوی دی.

دراني د چهارشنبې د ثور په پنځمه په ورځ په اسلام اباد کې په یوه غونډه کې د پاکستاني طالبانو له خوا د ځانمرګو او وسله والو بریدونو زیاتوالي ته په اشارې سره وویل چې پاکستان له هند سره د دریو جګړو په پرتله د اقتصاد او امنیت په برخه کې له افغانستان څخه زیات زیان لیدلی دی.

هغه زياته کړه چې په تېرو دوو لسيزو کې د ترهگرۍ په ضد جگړه کې تر ٨٠ زرو زيات پاکستانيان وژل شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

دراني وویل، "د پاکستان په سرحدي سیمو کې د تحریک طالبان پاکستان له خوا بریدونه ۶۵٪ او ځانمرګي بریدونه ۵۰۰٪ زیات شوي دي."

په دې کتنه کې هغه اعتراف وکړ چې د دغه هېواد د ٨٠ زرو تنو پوځيانو په ګډون د ٨٠ زرو تنو اتباعو په وژل کيدو سربېره څه د پاسه ١٥٠ ميليارده ډالره اقتصادي زيان هم اوښتى دى.

د هغه په ​​وينا، د ټي ټي پي زياتره غړي د افغانستان په خاوره کې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي، د دغه هېواد پر پوځ بريدونه پلانوي.

دراني وويل: "له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته هيله وه، چې په افغانستان کې سوله به په سيمه کې د سولې لامل شي، خو دا ډول تمې لنډې پاتې شوې."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې د افغان طالبانو بنسټګر او اصلي ملاتړی دی او له دغې ډلې څخه په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره کار اخلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي