د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې سوډان کې یې ۴۳ تنه افغان وګړي، چې جګړه کې بند پاتې و ژغورلي دي.
دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، ژغورل شوي کسان د امارت په هڅو او د سعودي عربستان په همکارۍ سعودي ته انتقال شوي دي.
خپرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان دا مهال د سعودي جده ښار کې دي او په وخت سره به افغانستان ته ولېږدول شي.
طالب چارواکي وايي، سوډان کې د نورو ګیر پاتې افغانانو د ژغورنې لپاره هم هڅې روانې دي او ډېر ژر به یې راوباسي.
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ هم د سعودي عربستان په مرسته یو شمېر افغانان له سوډان څخه ایستل شوي وو.
باید و ویل شي، چې سوډان کې د وروستي تاوتریخوالي او جګړې له امله ګڼ شمېر هېوادونو خپل دیپلوماتان او وګړي له دغه هېواده ایستلي دي.
جمهورخبري آژانس