ځايي طالب چارواکي وايي، د بامیانو ولایت بند امیر کې دوه ځوان وروڼه د لامبو پر مهال غرق او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د بامیانو د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه پېښه د بند امیر په یوه جهیل کې رامنځ ته شوې او وژل شوي ځوانان هم د پروان ولایت د شیخ علي ولسوالۍ د سنکر کلي اوسېدونکي دي.
دغه دوه وروڼه د خپلې کورنۍ له غړو سره بندامیر ته په چکر تللي وو چې د نه پاملرنې د بند امیر د پنیربند کې ډوب شوي دي.
د دوی دواړو جسدونه د ژغورنې ټیم له خوا څخه له اوبو راایستل شوي او کورنۍ ته یې سپارل شوي دي.
جمهورخبري آژانس