ننګرهار کې د همېشه بهار رادیو تلوېزیون مسوول مدیر اتل ستانکزی وايي، طالبانو بیا دوی ته د فعالیت او خپرونو اجازه ورکړې ده.
د هغه په وینا د طالبانو څخه د اجازې تر اخیستلو وروسته یې پرون د تلوېزیون د دروازې مهر لاک مات او فعالیت یې پیل کړ.
په ورته وخت کې د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست ویلي، دغه تلوېزیون یې د ځينو تېروتنو له امله د لنډې مودې لپاره تړلی وو.
جمهورخبري آژانس