د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو ضد د مقاومت جبهې ادعا کړې چې کاپیسا کې یې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه جبهې زیاته کړې، چې د کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه مرکز برید کړی او تر نیم ساعت پورې یې جګړه ورسره کړې.
دوی وايي، په دغه عملیاتو کې پنځو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او یو موټر یې له منځه وړل شوی دی.
مقاومت جبهې د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس