۰

د کابل پرونی چاودنه کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

سی شنبه ۳۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۳
د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي، د دوشنبې ورځې په مازېګر یوې چاودنې لږ ترلږه ۲ تنه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
د کابل پرونی چاودنه کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کابل د امنیې قومندانۍ چارواکي وایي، د دوشنبې ورځې په مازېګر یوې چاودنې لږ ترلږه ۲ تنه وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.
 
د دغې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ته ویلي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د شپږمې حوزې په دارالامان سیمه کې پر یوه زرنج د چسپکي ماین له امله شوې ده.
 
د سرچینې په خبره، په یاده پېښه کې د زرنج دوه تنه سپاره کسان وژل شوي او یو لاروی ټپي شوی دی.
 
ځدراڼ د پېښې په اړه د پلټنو د پيل خبر ورکړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
 
خپلواکو سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
د پېښې مسوولیت تر اوسه پورې چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي