۰

کرکټ: افغانستان او پاکستان نن بیا لوبه لري

شنبی ۴ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۲
ټاکل شوې ده، چې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د پنځوس اوورنو د روانې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه وشي.
کرکټ: افغانستان او پاکستان نن بیا لوبه لري
ټاکل شوې ده، چې نن د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د پنځوس اوورنو د روانې لړۍ درېیمه او وروستۍ لوبه وشي.
 
لومړۍ دوې لوبې پاکستان ګټلې دي، چې د سرېلانکا په همبنټوټا ښار کې ترسره شوې.
 
ننۍ لوبه د سرېلانکا په پلازمېنه کولمبو کې په پام کې ده.
 
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند نسیم سادات ویلي " په مجموع کې به دا لړۍ زموږ د لوبډلې لپاره ګټور ثابت شي، ځکه چې موږ تر دې لوبو وروسته اسیایي جام او بیا نړیوال جام مخې ته لرو. که خدای کول دا سیالۍ به د افغانستان له ملي لوبډلې سره ډېره مرسته وکړي"
 
د اسیا د کرکټ جام لوبې د اګست په یو دېرشمه پيلیږي.
 
د دې جام کوربانه، پاکستان او سرېلانکا دي.
 
په دې یو ورځني جام پسې، د پنځوس اورونو نړیوال جام د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیلیږي.

جمهورخبري آژانس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي