د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، دغه ولایت کې د سختو سېلابونو له امله سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه له منځه وړې ده.
سیمه ییزه چارواکو نن شنبې د وږي ۱۱ مه ویلي، تېره شپه د سختې ګلۍ او بارانونو له امله سېلابونه راوتلي، چې له امله یې په مرکز کې د یوې ښځې په ګډون ۶ تنه ټپیان کړي او ۲۵ د استوګنې کورونه یې په مکمل او ځینې یې لږ تخریب کړي دي.
د سیمه ییزه چارواکو په وینا دغه راز یادو سېلابونو په الینګار ولسوالۍ کې ۸۰۰ جرېبه کرنیز ځمکه له منځه وړې ده.
جمهورخبري آژانس