۰

تخار کې یوه مېرمنه په دار ځړول شوې

دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۲۱
سیمه ییزې سرچینې وايي، تخار کې  یوه مېرمن د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په دار ځړول شوې ده.
تخار کې یوه مېرمنه په دار ځړول شوې
سیمه ییزې سرچینې وايي، تخار کې  یوه مېرمن د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا په دار ځړول شوې ده.

دغه پېښه د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په اسفند دست کلي د جمعې په شپه رامنځ ته شوې او دغه ښځه په رسۍ وژل شوې ده.

وژل شوې مېرمن بي بي صورت نومېږي او تر اوسه یې د وژل کېدو لامل نه دی معلوم.

خو طالبانو د دغه مېرمنې د وژنې په تور د هغې زوی نیولی دی.

خبرگزاری جمهور
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي