۰
مولوي ندیم:

خیالي محصلینو ته مو د تحصیلي سند د ورکړې مخنیوی کړی دی

شنبی ۱ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۹
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وايي، د دوی په راتګ سره په افغانستان کې خیالي محصلینو ته د تحصیلي سندونو د ورکړې مخنیوی شوی دی.
خیالي محصلینو ته مو د تحصیلي سند د ورکړې مخنیوی کړی دی
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وايي، د دوی په راتګ سره په افغانستان کې خیالي محصلینو ته د تحصیلي سندونو د ورکړې مخنیوی شوی دی.
 
ندیم دا خبره پرون په جوزجان کې یوې غونډې ته کړې او ویلي یې دي، چې محصلین باید له لاس ته راغلو فرصتونو ښه ګټه پورته کړي.

هغه ګواښ کړی،  چې دوی بې سواده انجینران، ډاکتران او اقتصاد دادان نه غواړي او دا فرصت هم نه ورکوي، چې څوک د واسطې په زور تحصیلي سند تر لاسه کړي.

دی وايي، د جوجان په یوه پوهنتون کې هم خیالي محصل شتون نه لري او هېڅوک نه شي کولی د تحصیلي دروې له بشپړولو پرته سند تر لاسه کړي، موږ خیالي محصلینو ته د سندونو د ورکړې مخنیوی کړی دی.
 
ندیم زیاته کړه، چې شریعت پلي کول د افغانستان د ټولو خلکو مکلفیت دی او دا هېواد او خلک د هېڅ هېواد غلامان نه دي، چې د هغوی  په فرمایش به خپل ځانونه برابروي، بلکې خپلې ټولې چارې به د الهي دستور او اسلامي شریعت سره سمې تنظیم او تر سره کوي.
 
جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي