د طالبانو د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال د امریکا د بې پيلوټه الوتکو له خوا د افغانستان د هوايي حریم نقض کولو باندې سخته نیوکه وکړه او دا یې د دوحې د تړون خلاف عمل وباله.
شېر محمد عباس ستانکزي په یوه مرکه کې ویلي، د افغانستان په فضا کې د امریکا بې پيلوټه الوتکې ګرځي او دا د هوايي حریم ښکاره نقض دی.
دی وايي، په وار وار یې دغه موضوع په ناسو کې له امریکایانوسره شریکه کړې خو دوی بیا هم د دوحې تړون دغه ماده نقض کړې ده.
نوموړي ویلي، د دوحې تړون کې داسې ده، چې امریکا به د ټولو ځواکونو له ایستلو وروسته د افغانستان له نوي اسلامي حکومت سره دوستانه اړیکې ولري او د افغانستان په بیارغونه کې به فعال رول تر سره کوي او نور هېوادونه به هم په دې برخه کې تشویق کوي او دغه راز د افغانستان په کورنیو چارو کې به هېڅ ډول مداخله نه کوي، خو تر اوسه یې عمل نه دی پرې کړی.