د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له زرو زیات افغان کډوال له پاکستان نه بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د چارواکو په وینا دغه کډوال پرون د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
کډوال د مرستو تر لاسه کولو په خاطر د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو دفتر ته ورمعرفي شوي، چې یو شمېر یې په بېلا بېلو نارغیو اخته هم و او د سلامت شبکې له لوري یې په وړیا توګه درملنه شوې ده.
جمهورخبري آژانس