د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کندهار ولایت کې پر سېلاب ځپلو ۴۰۰ کورنیو د نغدي مرستو د وېش خبر ورکړی دی.
یادې ټولنې ویلي، د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې پر ۴۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ۴ میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ و وېشل شوې.
د چارواکو په وینا هر کورنۍ ته ۱۰ او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
جمهورخبري آژانس