افغان شاعر، لیکوال او د بلخ پوهنتون پخوانی استاد صادق عصیان په آلمان هېواد کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
د صادق عصیان زوی فرامرز عصیان ن پر خپله فسبوک پاڼه د خپل پلاړ مړینه تایید کړې ده.
ښاغلي عصیان د جمهوریت تر پرځېدو وروسته المان هېواد ته کډوال شو او له یوې مودې راهیسې د دغه هېواد د اشتوتګارت ښار په یوه روغتون کې بستر وو.
صادق عصیان په کابل ۱۳۵۲ کې بلخ ولایت کې زېږېدلی وو، د فارسي ادبیاتو برخه کې یې تر ماسټرۍ پورې زده کړې کړې وې او له تېرو دوه لسیزو راهیسې یې بلخ پوهنتون کې درس ورکاوه.
له هغه څو چاپ شوې شعري ټولګې او کتابونونه هم پاتې دي.
جمهورخبري آژانس