د طالبانو د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور وايي، د باغ درې بند د کار پیل د دوی د کار له لومړیتوبونو څخه دی.
منصور نن یکشنبې د تلې ۲مه د کاپیسا ولایت له یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره کابل کې لیدلي او د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې اورېدلي دي.
نوموړي د کاپیسا مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د باغ درې بند د کار پیل د دوی د کاري لومړیتوبونو څخه دی او دا مهال د هغو څېړنه او لومړني کارونه دوام لري.
منصور ټینګار وکړ، چې د کاپیسا د خلکو ټولو ستونزو ته به د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسېدنه وشي.
جمهورخبري آژانس