۰
ذبیح الله مجاهد:

د افغانستان مسلمانې مېرمنې د غربي حقونو غوښتونکې نه دي

یکشنبه ۲ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۵۸
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارد بنت څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.
د افغانستان مسلمانې مېرمنې د غربي حقونو غوښتونکې نه دي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارد بنت څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی دی.

نوموړي ویلي، ډېره په زړه پورې ده، چې زموږ حقوقو د لوېدیځ په واسطه تعریف کېږي، د افغانستان مسلمانې مېرمنې هېڅ کله غربي حقونه نه غواړي.

مجاهد زیاته کړې، هغه حقوقو چې شریعت مسلمانو مېرمنو ته ورکړي، موږ خپلو خویندو ته د حقونو ورکړې ته ژمن یو او هغه خپله دنده بولو.
 
د ویلو ده،  ریچارد بنیت نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع په څنډه کې ویلي وو، چې افغانستان کې مېرمنې ډېرې ناهیلې شوې او د ښځو په اړه د طالبانو نظر ډېر د اندېښنې وړ دی.
 
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي