۰

د ۱۳۱ زره ډالرو په ارزښت د پنجشېر زمرود وپلورل شول

دوشنبه ۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۶
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د پنجشېر ولایت یوه اندازه زمرود د ۱۳۱ زره څخه زیاته امریکايي ډلرو په ارزښت وپلورل شول.
د ۱۳۱ زره ډالرو په ارزښت د پنجشېر زمرود وپلورل شول
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وايي، د پنجشېر ولایت یوه اندازه زمرود د ۱۳۱ زره څخه زیاته امریکايي ډلرو په ارزښت وپلورل شول.
 
د دوی په وینا د پنجشېر ولایت ۱۰۲۴.۹۵ قراطه زمرود د ۱۳۱ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې وپلورل شول.
 
د چارواکو په وینا دغه زمردو د هغو روڼوالي او کرستال بندۍ پر اساس پلورل شوي دي.
 
سرچینې زیاته کړې، حاجي زبیر د ۲۵۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت ۱۶۵ قراطه، محمد نذیر د ۲۱۸۰۰ زره ډالرو په ورکړې سره ۱۲۳ قراطه زمرود، د ۵۳۰۰ ډالرو بدل کې ۸۴ قراطه، د ۱۰۶۰۰ ډالرو بدل کې ۱۷۰ قراطه، د ۹۲۱۰۰ ډالرو بدل کې ۴۸۲.۹۵ قراط زمرود وپېرل.
  
جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي