د طالبانو د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوتسال ملي لوبډلې غړي د دوه دوستانه لوبو لپاره تایلنډ هېواد ته ولاړل.
د فوټبال فدراسیون د چارواکو په وینا ټاکل شوې د فوتسال ملي لوبډه د سپټمبر روانې میاشتې په ۲۷ او ۳۰ تاریخ د ملي دوستانه لوبو په چوکاټ کې له مالیزیا او چین سره مخ شي.
د دغه لوبو هدف د آسیايي ملتونو په مقدماتي لوبو کې د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې د لوبغاړو چمتوالی ښودلی دی.
جمهورخبري آژانس