۰

یو چینايي سوداګر افغانستان کې د تلېفون د چارجرو جوړولو فابریکه جوړوي

چهارشنبه ۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۴
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، یو چینايي سوداګر غواړي افغانستان کې د تلېفون د چارجرو جوړولو فابریکه جوړه کړي.
یو چینايي سوداګر افغانستان کې د تلېفون د چارجرو جوړولو فابریکه جوړوي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، یو چینايي سوداګر غواړي افغانستان کې د تلېفون د چارجرو جوړولو فابریکه جوړه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو نن ویلي، یو چینايي سوداګر غواړي، د ۱.۲۵ میلیون ډالرو په لګښت په افغانستان کې د موبایل د چارجرو جوړولو فابریکه فعاله کړي.
 
چینايي سوداګر دغه موضوع د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال قدرت الله جمال سره لیدنه کې کړې ده.

د چارواکو په وینا تلېفون چارجرو جوړولو دغه فابریکه کې د افغان سوداګرو په همکارۍ جوړېږي او ۳۰۰ تنو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.

خبرگزاری جمهور
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي