۰

ندا محمد ندیم: ښځې او نارینه یو له بله برابر نه دي

یکشنبه ۹ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۲
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ادعا کړې، چې د دوی د امارت پر وړاندې قوم، سمت او ژبه مهمه نه ده، بلکې اهلیت او تقوا مهم دي.
ندا محمد ندیم: ښځې او نارینه یو له بله برابر نه دي
د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ادعا کړې، چې د دوی د امارت پر وړاندې قوم، سمت او ژبه مهمه نه ده، بلکې اهلیت او تقوا مهم دي.

ندیم پرون ماښام بغلان پوهنتون کې د یوه ناسته کې ویلي، په اوسني وخت کې ځينې هڅې کوي تر څو د ښځو اړوند مسایلو څخه په ګټنې حاکم نظام تخریب کړي.
 
ده زیاته کړې« الله (ج) د نر او ښځې تر منځ توپیر کړی، نارینه حاکم دی، د واک لرونکی دی، له هغه باید اطاعت وشي او ښځه یې باید خبرې ومني، ښه له نارینه سره برابره نه ده، خو اوس یې له نارینه څخه غواړي لوړه کړي.»
 
دی وايي، لوېدیځ هېوادونه هڅه کي، تر څو د ښځو او نرانو حقونو برابر وشي خو واقعیت دا دی، چې ښځې له نارینه وو سره برابرې نه دي.
 
جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي