۰

هرات او ورڅېرمه ولایتونه یو ځل بیا سختې زلزلې لړزولي دي

یکشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۲
د تېرې اوونۍ د زلزلې ټاکانونو پر دوام هرات او ورڅېرمه ولایتونه یو ځل بیا ۶.۳ درجې او ۵.۵ درجې زلزلو سخت لړزولي دي.
هرات او ورڅېرمه ولایتونه یو ځل بیا سختې زلزلې لړزولي دي
د تېرې اوونۍ د زلزلې ټاکانونو پر دوام هرات او ورڅېرمه ولایتونه یو ځل بیا ۶.۳ درجې او ۵.۵ درجې زلزلو سخت لړزولي دي.

دغه زلزله نن یکشنبې د تلې ۲۳ مه سهار ۸:۶ بجې شوې او هرات ولایت یې یو ځل بیا لزولی دی.

د امریکا د زلزله سنجونې مرکز د معلوماتو پر اساس دغه زلزله د ریشتر په حساب ۶.۳ درې په ۸ کیلومتره ژوروالي کې وه، چې مرکز یې د هرات ولایت کشک ولسوالي وه او دویمه زلزله چې ۵.۵ درې وه په همدې ولسوالۍ کې د ۱۱.۹ کیلومتره په ژوروالي رامنځ ته شوې  ده.

د نن سهار زلزله، په هرات، بادغیس، غور، فاریاب، فراه، نیمروز، ایران او ترکمنستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دغه  زلزلې د مرګ ژوبلې او مالي زیان په اړه معلومات نشته.

باید و ویل شي، چې د هرات د تېرې اوونۍ په زلزله کې تر ۲۴۰۰ زیات کسان شهیدان شوي او له ۹ زره زیات ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي