په هرات ولايت کې دجګړې په بهيرکې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله پنځه تنه ماشومان شهيدان او ټپيان شول.
په هرات کې سرچينې وايي، چې دا پېښه د پنجشنبې په ورځ د وري په ٣٠مه د دغه ولايت د زنده جان ولسوالۍ په "قلعه ريګ" سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو د جګړې پر مهال له يو ځاى پر ځاى شوي ماين سره لوبې کولې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې يو ماشوم وژل شوى او څلور نور ټپيان دي.
د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې له جګړې څخه پاتې شوي چاودېدونکي توکي تل له ماشومانو څخه قرباني اخلي.
خبرگزاری جمهور