د افغانستان د ملي مقاومت جبهې اعلان کړی، چې د دې جبهې ځواکونو په کابل کې په یوه وسله وال برید کې پنځه طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې تېره ورځ د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د کابل ښار د ۱۶مې امنیتي حوزې اړوند د پل پادشاه په سیمه کې د ترهګرو طالبانو په یوه کرولا ډوله موټر ډزې وکړې. په کابل کې د طالبانو د ترهګرې ډلې د ملېشو په پوسته برید وشو.»
خبرځاى زياته کړه چې په دې بريدکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې دوه تنه نور جنګيالي ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې پيښه کې د وسله والو طالبانو يو فولډر ډوله موټر هم ويجاړ شوى دى.
د مقاومت جبهې وویل چې په دغه برید کې ملکي وګړو او د ملي مقاومت د جبهې زړورو ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
خبرگزاری جمهور