د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیواله ورځ، اروپايي ټولنې د افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره خپله ژمنه بیا تکرار کړه.
د جمهور اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارواکو نن، یکشنبې (د غوايي ۱۴مه)، د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې وویل چې اروپايي ټولنه یو ځل بیا د افغان خبریالانو، په ځانګړې توګه د ښځو د ملاتړ لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار کوي او په مختلفو تخنیکي برخو کې د دوی د مهارتونو په پیاوړتیا سره د هغوی ملاتړ کوي.
اروپايي ټولنه وايي چې آزادې، خپلواکې او خوندي رسنۍ د یوې باثباته ټولنې او د معلوماتو د سالم جریان لپاره خورا مهمې دي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ سره، د بیان ازادي او رسنۍ په هیواد کې په بشپړه توګه د طالبانو لخوا ځپل شوي دي.
جمهورخبري آژانس